[go: up one dir, main page]

Jump to content

کاناډا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کاناډا په شمالي امريکا کې پروت هېواد دی. د دې هېواد لس ولايتونه او درې سيمې له اتلانتيک څخه ارام سمندرګي او شمال لور ته تر شمالي منجمد اقيانوس پورې غځېدلي دي چې نهه اعشاريه اته نوي ميليونه مربع کيلو متر (۳.۸۵ ميليونه ميله مربع) سيمه پوښي. په دې توګه دا هېواد د مساحت له نظره د نړۍ دويم ستر هېواد دی. له متحده ايالاتو سره د کاناډا سويلي او لوېدېځې پولې ۸،۸۹۱ کيلومتره (۵،۵۲۵ ميله) غځېدلې دي چې دا د دوو هېوادونو تر منځ تر ټولو اوږدې ځمکنۍ پولې دي. د کاناډا پلازمېنه اوتاوا دی، د دې هېواد درې سترې ښاري سيمې ټورنټو، مونترال او ونکور دي.

لرغوني خلک په اوسنۍ کاناډا کې له زرګونو کلونو راهيسې اوسېدلي دي. د شپاړسمې پېړۍ په پيل کې بریتانوي او فرانسوي موندنې د اتلانتيک په ساحلونو کې پراخې او بيا هلته مېشت شول. د ګڼو وسله والو نښتو د پايلو په توګه، په ۱۷۶۳ز کال کې فرانسې په شمالي امريکا کې نژدې خپلې ټولې مستعمرې خوشې کړې. په ۱۸۶۷ز کال کې د کنفډريشن له لارې د شمالي امريکا د درې برتتانوي مستعمرو په اتحاد سره، کاناډا له څلورو ولايتونو څخه جوړد يوې فدرالي واکمنۍ په توګه منځ ته راغله. په دې ډول د ولايتونو او ځمکو د يووالي پيل او له بریتانی څخه د خپلواکۍ بهير په زیاتېدو شو. د ۱۹۳۱ز کال د ويست مينستر اساسنامې له لارې دا مخ پر وده خپلواکي لا پياوړې شوې او په ۱۹۸۲ز کال کې د کاناډا په قانون سره اوج ته ورسېده، کوم قانون چې د بریتانیې په پارلمان د کاناډا د اغېز تکيه پرې کړه.

کاناډا د ويسټ مينیسټر د دود ترمخې پارلماني ديموکراسي او پر اساسي قانون ولاړ پاچاهي دولت دی. د دې هېواد د حکومت مشر لومړی وزير دی؛ څوک چې د عوامو د ټاکلي مجلس د باور د تر لاسه کولو د وړتياوو پر بنسټ ټاکل کېږي – د ګورنر جنرال له خوا ټاکل کيږي، د پاچا استازيتوب کوي او پاچا د دولت د مشر په توګه خدمات وړاندې کوي. دا هېواد د ټولګټو قلمرو دی او په رسمي ډول په فدرالي کچه د دوو ژبو لرونکی دی. د حکومت د روڼتيا، مدني آزادي، د ژوند معيار، اقتصادي خپلواکي او زده کړې د کړنو له پلوه په نړيواله کچه په لوړه درجه کې راځي. کاناډا په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو نه دی چې زيات توکميزه تنوع او ګڼ کلتورونه لري، کوم چې د ډېرو نورو هېوادونو څخه دې هېواد ته د کډوالۍ پايله ده. له متحده ايالاتو سره د کاناډا اوږدې او پېچلې اړيکې، د دې هېواد پر اقتصاد او کلتور مهم اغېز کړی دی.  

ډېر پرمختللی هېواد کاناډا د سړي سر اسمي(نامینل) عايد له اړخه په نړۍ کې شپږ وېشتم هېواد او د بشري پرمختګ شاخص له پلوه د نړۍ په کچه شپاړسم هېواد دی. د کاناډا پرمختللی اقتصاد د نړۍ نهم ستر اقتصاد دی چې تر ډېره بريده په خپلو ډېرو طبيعي سرچينو او پرمختللي نړيوال سوداګريز جال باندې تکيه کوي. کاناډا د ګڼو سترو نړيوالو او د څوهېوادونو د ادارو او ډلو غړی دی چې په هغې کې، ملګري متلونه، ناټو، جي۷، د لسو ډله، جي۲۰، د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ سازمان، د نړيوال سوداګريز سازمان، د هېوادونو ټولګټې، شمالي قطب شورا، د فرانکفوني نړيوال سازمان، د اسيا او اوقيانيسويه د اقتصادي همکاريو ټولنه او د امريکايي ايالتونو سازمان شامل دي.

رېښه

[سمول]

په داسې حال کې چې د ژبپوهنې له نظره د کاناډا ټکي د رېښو په اړه بېلا بېلې نظريې شته، اوس دا منل شوې چې دا نوم د سنټ لاورنس ايروکويي ټکي «کاناټا» څخه اخستل شوی، چې معنا يې ده «کلی» يا «مېشتځای». په ۱۵۳۵ز کال کې، د اوسني کبک ښار لرغونو اوسېدونکو له دې نوم څخه ګټه اخیستې وه، ترڅو فرانسوي لوڅاوو «ژاک کارتيه» ته د (Stadacona) کلي پر لور لارښوونه وکړي. کارتيه وروسته د کاناډا لفظ وکاراوه، نه يوازې دا چې هغه ځآنګړي کلي ته اشاره وکړي؛ بلکې د دوناکونا اړوند ټولې سيمې ته (په سټاډاکونا کې تر ټولو مرکزي)، په ۱۵۴۵ز کال کې، اروپايي کتابونو او نقشو دې کوچنۍ سيمې او تر څنګ يې سنت لانس سيمې سيند ته کاناډا نوم اخستل پيل کړل. [۱][۲]

له شپاړسمې پېړۍ څخه د اتلسمې پېړۍ تر لومړيو پورې، کاناډا د نوې فرانسې يوه برخه بلل کېده چې د سينټ لاورنس سيند پر څنډه يې پرته وه. په ۱۷۹۱ز کال کې، دا سيمه د بریتانی په دوو مستعمرو بدله شوه چې يوې ته يې لوړه کاناډا او بلې ته يې ښکته کاناډا ويله. دواړو مستعمرو ته کاناډاګانې ويل کېدلې، تر دې چې دواړه په ۱۸۴۱ز کال کې د  بریتانیا د کاناډا په ولايت کې سره يو ځای شوې.[۳][۴]

په ۱۸۶۷ز کال کې د کنفډريشن په رامنځ ته کېدو سره، د لندن په کنفرانس کې د دې نوي هېواد د قانوني نوم په توګه وټاکل شو او ډامنن د هېواد د لقب په توګه غوره شو. په ۱۹۵۰ز کلونو کې، بریتانیې چې کاناډا يې د ټولګټو شريک قلمرو باله، د « Dominion of Canada» اصطلاح کارول پرېښودل. د لويس سينټ لوارينټ د کاناډا د ۱۹۵۱ز کال په قوانينو کې د ډومينن اصطلاح کارولو ته د پای ټکی کېښود. [۵][۶][۷][۸][۹]

د ۱۹۸۲ز کال د کاناډا قانون، کوم چې د کاناډا اساسي قانون په بشپړ ډول د کاناډا تر واک لاندې راوست، يوازې د کاناډا په ډول اشاره کوي. وروسته د ملي رخصتۍ ورځې نوم هم  د ډومینن ورځې نه د کاناډا ورځې ته بدل شو. د ډومینن اصطلاح، د دې لپاره کارېده چې د فدرالي حکومت او ولايتونو تر منځ توپیر وکړي، که څه هم له دويمې نړيوالې جګړې وروسته د ډومینن ځای د فدرال اصطلاح ونيو.  [۱۰][۱۱]

تاريخجه

[سمول]

اصلي اوسېدونکي

[سمول]

د اوسنۍ کاناډا په اصلي لرغونو قومونوکې لومړي ملتونه، اينويټ او ميټيس شامل دي، دوی د شريک اصليت لومړي موجودات وو چې د اولسمې پېړۍ په نيمايي کې هغه مهال منځ ته راغلل، کله چې د لومړيو ملتونو خلکو د اروپايي استوګنو سره ودونه وکړل او بيا يې خپلې پېژندګلوي ته وده ورکړه.[۱۲]

د شمالي امريکا د لومړيو استوګنو په اړه داسې ویل کېږي چې له سايبيريا څخه د برينګ د وچ ځمکني پول له لارې کډوال شوي او نژدې ۱۴۰۰۰ کاله مخکې هلته رسېدلي دي. په « Old Crow Flats» او د «بلو فيش په غارونو» کې د سور پوستو هندوانو د لرغون پېژندنې سيمې دوه هغه تر ټولو پخوانۍ سيمې دي، چېرې چې انسان په کاناډا کې ژوند کړی. د اصلي ټولنو په ځانګړتياوو کې دايمي استوګنځايونه، کرنه، پېچلې ټولنيز وراثت او د سوداګرۍ شبکې شاملې دي. ځينې دا کلتورونه هغه مهال ړنګ شول، کله چې اروپايي کشافان په پنخلسمه او د شپاړسمې پېړۍ په لومړيو کې دلته راورسېدل او دا کلتورونه يوازې د لرغون پېژندنې د څېړنو له لارې موندل شوي دي.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د لومړي اروپايي مېشتېدو پر مهال د اصلي خلکو استوګنه د ۲۰۰۰۰۰ او دوه ميليونه کلونو تر منځ اټکل شوې ده چې د ۵۰۰۰۰۰ شمېره د لرغونو خلکو د کاناډا د شاهي کميسيون له خوا منل شوې ده. د اروپايي نیواک د پايلو په توګه، د اصلي اوسېدونکو شمېر له څلوېښتو نه تر اتيا سلنه پورې کم شو او د بيوتوک (Beothuk) په څېر لومړي ملتونه له منځه ولاړل. د دې کمښت بېلا بېل لاملونه ښودل شوي دي، لکه: د انفلوينزا په څېر د اروپايي ناروغيو لېږد، شری او ننکۍ د کومو په وړاندې چې دوی طبيعي خونديتوب نه لاره. د وړيو د سوداګريو پر سر جګړې، د نېواکګرو چاروکو او استوګنو سره نښتې، نوو کډوالو ته د اصلي ځمکو بايلل او په پايله کې په خپل ځان د بسيايينې له لاسه ورکول.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

که څه هم جګړې وې، خو بیا هم له لومړيو ملتونو او اينويټ خلکو سره د اروپايي کاناډايانو لومړی تعامل یو څه سوله یيز و. لومړيو ملتونو او ميټيس خلکو په کاناډا کې د اروپايي مستعمرو په وده کې مهم اغېز درلود، په ځانګړي ډول د شمالي امريکا د وړيو د سوداګرۍ پر مهال له اروپايانو « coureur des bois» او مسافرو سره د نوې لويې وچې د کشفولو پر مهال په مرستې کولو سره وليعهد او اصلي اوسېدونکو د اروپايي نیواک د پړاو پر مهال يو له بل سره تعاملات پيل کړل، که څه هم په عموم کې اينويټ له اروپايي کډوالو سره لږې اړیګې لرلې. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱] 

  
کاناډا
کاناډا
کاناډا
بیرغ
کاناډا
کاناډا
نښان

کاناډا
کاناډا
کاناډا

شعار
ملي ترانه:
ځمکه او استوګنه
کوارډينېټ ۵۶°شمال ۱۰۹°لويديځ / 56°شمال 109°لويديځ / 56; -109   ويکيډاټا کې (P625) ځانګړنې بدلې کړئ[۳۲]
ټيټه سيمه شمالي قطبي سمندر (0 متر )  ويکيډاټا کې (P1589) ځانګړنې بدلې کړئ
پراخوالی 9984670 کیلومتره مربع   ويکيډاټا کې (P2046) ځانګړنې بدلې کړئ
د سمندر په
کچه لوړوالی
487 متر   ويکيډاټا کې (P2044) ځانګړنې بدلې کړئ
پلازمېنه آټاوا [۳۳]  ويکيډاټا کې (P36) ځانګړنې بدلې کړئ
رسمي ژبې
مشرتابه
حکومت ډول constitutional monarchy ،  فدراسيون ،  پارلماني حکومت   ويکيډاټا کې (P122) ځانګړنې بدلې کړئ
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ
خپلواکۍ نېټه ۱ جولای ۱۸۶۷  ويکيډاټا کې (P571) ځانګړنې بدلې کړئ
د عمر محدودیتونه
بې کارۍ کچه 7 سلنه (۲۰۱۴)[۳۴]  ويکيډاټا کې (P1198) ځانګړنې بدلې کړئ
اوسط عاید
70336 Canadian dollar (۲۰۱۶)  ويکيډاټا کې (P3529) ځانګړنې بدلې کړئ
نور مالومات
تګلوری ښي لورۍ   ويکيډاټا کې (P1622) ځانګړنې بدلې کړئ
رسمي وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه  ويکيډاټا کې (P856) ځانګړنې بدلې کړئ
هېواد کوډ CA  ويکيډاټا کې (P297) ځانګړنې بدلې کړئ
د زنګ وهنې نړیوال کوډ +1  ويکيډاټا کې (P474) ځانګړنې بدلې کړئ
Map

ایداري ویش

[سمول]
جغرافیایي سیمه پلازمینه د پلازمینی ډول
کاناډا آټاوا ملي
آلبرتا ادمونتون ولایتي
بریتیش کلمبیا ویکتوریا ولایتي
مانیتوبا وینیپګ ولایتي
نیوبرانزویک فردریکتون ولایتي
نیوفاندلند او لابرادور سنت جانز ولایتي
اسکوشیا سیمه هلیفاکس ولایتي
انتاریو ټورنټو ولایتي
پرنس اډوارډ ټاپو شارلوت‌ ټاون ولایتي
کبک کبک ولایتي
سسکچوان رجاینا ولایتي
نورت‌وست تریتوریز یلونایف ولایتي
نوناووت ایکالوییت ولایتي
یوکان وایت‌هورس ولایتي

د وګړو ویش

[سمول]

د کاناډا پلازمېنه اوتاوا ښار دی. د دغه هېواد د وګړو شمېر تر ۳۵ ميلیونو تنو پورې رسېږي. د نفوسو ګڼوالی یې په هر کیلو متر مربع ساحه کې تر څلورو تنو پورې رسېږي. د دغه هېواد ۸۲ سلنه وګړي په ښارونو او پاتې ۱۸ سلنه نور یې په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. د دغه هېواد د قانون له مخې هره کورنۍ يوازې د دوو ماشومانو د لرلو اجازه لري. ۲۳ سلنه وګړي یې کاناډایان ، ۲۰ سلنه فرانسویان، ۱۶ سلنه برېټانويان، ۱۴ سلنه سکاټلنديان، ۱۳ سلنه اېرلنډیان او پاتې نور یې جرمنیان او چینایان دي.

دین

[سمول]

د کال ۲۰۱۱ میلادي د کورنۍ سروې د شمېرو ترمخه د کاناډا ۶۳.۳% وګړي مسیحیان دي چې له هغوی څخه بیا ۳۸.۷% رومن کیتهولک او پاتې برخه یې پروتسټنټ دي ۳.۲% یې مسلمانان، ۱.۵%هندوان، ۱۰۴% سیکهان او پاتې نور یې د نورو دینونو پیروان دي . رسمي ژبه یې انګرېزي ده، خو لیکدود یې لاتیني دی. د اداري وېش له مخې کاناډا ۱۰ ايالتونو او درې خپلواکې سیمې لري.

مهم ښارونه

[سمول]

تورنټو، مونټریال، وانکوور، کالګري، اډمېنټن، کیوبېک او سکاربورو یې مهم ښارونه دي.

اساسي قانون

[سمول]

د کاناډا اساسي قانون دوه لیکلې او نالیکلې برخې لري. د دغه هېواد د قانون لیکلې برخه د شمالي امریکا اساسنامه ده چې د ۱۸۶۷ زېږدیز کال د مارچ په ۲۹مه نافذه شوې ده. اساسنامې هغه وخت د داسې یو فدراسیون د جوړېدلو بنسټ کېښود، چې څلور برخې یې درلودې.

کاناډایان د ۱۹۲۷ او ۱۹۸۱ زېږدیزو کلونو تر منځ د یو بشپړ اساسي قانون د جوړولو په چاره کې ډېر بریالي نه وو، خو وروسته د کاناډا فدارالی دولت، ايالتي حکومتونه، مشرانو جرګه او ولسي جرګه په دې سلا شول چې په خپل لیکلي اساسي قانون کې بدلونونه راولي، دې قانون په کاناډا کې د برېټانیا د پارلمان د واک ټغر ټول کړ.

د حکومت ډول

[سمول]

د کاناډا د نظام بڼه مشروطه پاچايي ده، خو پارلمان یې بیا د ولسواکۍ څرګندونه کوي.

د کاناډا ګونرجنرال د پاچا له خوا د لومړي وزیر په مشوره د پنځو کلونو لپاره ټاکل کېږي، البته په هغه صورت کې چې ګوند یې په پارلمان کې ډېرې څوکۍ وګټي. د کابینې وزیران بیا د لومړي وزیر له خوا په پارلمان کې د اکثريت څوکيو لرونکي ګوند یا اېتلاف د غړو له منځه ټاکل کېږي.

قضایه نظام

[سمول]

د کاناډا حقوقي نظام پر مدني قوانینو ولاړ دی، خو په کیوبېک کې د فرانسوي مدني قوانینوته ورته قوانین عملي کېږي. ستره محکمه د دغه هېواد تر ټولو لوړ قضایي ارګان دی چې یو مشر او ۸ غړي لري، ټول د لومړي وزیر له خوا د ګورنر جنرال او قضایي شورا په مشوره ټاکل کېږي او تر ۷۵ کلنۍ پورې کار کولی شي.

سیاسي ګوندونه

[سمول]

بلاک کیوبېکس، د کاناډا محافظه کار ګوند، زرغون ګوند، لېبرال ګوند او نوی ولسواک ګوند د دغه هېواد مشهور او لوی ګوندونه دي. یاد هېواد د ۱۸۶۷ زېږدیز کال د جولای په لومړۍ له برېټانیا څخه خپلواکي ترلاسه کړه چې اوس هم په دغه هېواد کې د جولای لومړۍ نېټه د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت نمانځل کېږي.

طبیعي زیرمي

[سمول]

طبيعي زېرمې، کرنه، فعال انساني ځواک، په پراخه پیمانه اوبه او ځنګلونه د کاناډا د اقتصادي ودې عمده او مهم لاملونه دي.

پرمختګ

[سمول]

کاناډا اوس د نړۍ له ډېرو پرمختللو هېوادونو څخه شمېرل کېږي چې د کرنې، صنعت، ترانسپورټ، مخابراتو، کانونو او خدماتو سکټورونه یې په ډېره پرمختللې ټکنالوژۍ سمبال شوي. له دويمې نړیوالې جګړې وروسته د کاناډا د کانونو استخراج او پروسس، صنعتي تولیداتو او د خدماتو سکټورونو دومره پرمختګ کړی چې دغه هېواد اوس له روسیې وروسته د نړۍ اتم لوی صنعتي هېواد دی.

صادرات او واردات

[سمول]

د کاناډا ۷۵ سلنه صادراتي توکي امریکا ته ځي. د ناخالصو کورنيو تولیداتو کچه يې هر کال تر ۱.۸۰ ټرېلیونو ډالرو پورې رسېږي. د سړي سر کلني عاید کچه یې ۴۰۴۰۹ ډالرو او کاري ځواک یې بیا تر ۲۰ مېلیونو تنو پورې رسېږي.

اوسپنه، پولاد، المونیم، نقلیه وسایط، بېړۍ، الوتکې، لوی او کوچني موټر، د اورګاډي پټلۍ، د کانونو د ایستلو او د لارو او ډګرونو د جوړولو لوی ماشینونه، دچاپ ماشینونه، کېمیاوي توکي، پلاستیک، ربړ او درمل د دغه هېواد له مهمو صنعتي تولیداتو څخه شمېرل کېږي.

کرکیله

[سمول]

د کاناډا ۶ سلنه ځمکه د کرکيلې وړ ده. ۲ سلنه یې څړځایونو، ۳۵ سلنه يې ځنګلونو او پاتې یې غرونو، غونډیو، سیندونو، ښارونو، د کار او تولید ځایونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده.

کاناډا د کرنې لوی سکټور لري. د دغه سکټور د ښه پرمختګ له امله کاناډا د ځان بسياینې تر څنګ، نورو هېوادونو ته هم په پراخه پیمانه کرنیز محصولات صادروي.

کاناډا په نړۍ کې د غنمو شپږم لوی تولیدوونکی او د امریکا له متحدو ایالتونو څخه وروسته دويم ستر صادروونکی هېواد دی.

سیلاني

[سمول]

سیاحت د کاناډا په ناخالص کورني تولید کې ۴ سلنه ونډه لري. دغه هېواد په یوه وخت کې درې لکو سیلانیانو ته د ټولو اسانتیاوو د برابرولو وړتیا لري. په کاناډا کې ۷۲۰۰۰ هوټلونه، رسټوانټونه او ۳۱۰۰ ترانسپورټي شرکتونه فعال دي. د دغه هېواد د صادراتو ټوله کچه ۴۸۵ ميلياردو ډالرو او د وارداتو ټوله کچه یې بیا ۳۷۵ ميلياردو ډالرو ته رسېږي.

د کاناډا مهم سوداګریز شریکان

[سمول]

د امریکا متحد ایالتونه، جاپان، برېټانیا، جنوبي کوریا، جرمني، چین، اسټرالیا، برازیل، ډنمارک، فرانسه، مالېزیا، مکسیکو، نایجيریا، ناروې، سعودي عربستان، تایوان، او سویډن هغه هېوادونه دي چې کاناډا ورسره په لویه کچه سوداګریزه راکړه ورکړه لري.

د پیسو واحد

[سمول]

د کاناډا پولي واحد کاناډایي ډالر دی. مالي کال یې د اپرېل له لومړۍ ورځې پیل او د بل کال د مارچ تر ۳۱ مې پورې دوام کوي.

جغرافیه

[سمول]

کاناډا د پراخوالي له پلوه د نړۍ دويم، خو د وګړو د شمېر له پلوه بيا په نړۍ کې ۲۸م هېواد دی. دغه هېواد ۱۸۱ سوداګریزې بېړۍ او ۱۴۶۷ هوایي ډګرونه لري چې له دې ډلې يې ۵۳۳ ډګرونه په پاخه او اساسي ډول رغول شوي دي.

رسنۍ

[سمول]

کاناډا دولتي ټلوېزیون او چاپي رسنۍ نه لري او ټولې په عامه شرکتونو او خصوصي سکټور پورې اړه لري. ۱۴۸ ټلوېزیونونه او ۲۰۰۰ راډیوګانې لري چې په بېلا بېلو برخو کې نشرات لري. د دې تر څنګ ۲۵ ورځپاڼې او ۱۴۰۰ مجلې هم په دغه هېواد کې فعالیت کوي. همدا راز په دغه هېواد کې هر کال ۲۰۰۰۰ نوي علمي، هنري او ادبي لیکلي یا ژباړلي کتابونه خپرېږي.

پوهنه

[سمول]

کاناډا د نړۍ د سترو او هوسا هېوادونو څخه دی. د کاناډا ۹۹ سلنه وګړي په لیک او لوست پوهېږي او منځنۍ، مسلکي او یا لوړې زده کړې لري. د دغه هېواد د قانو ن له مخې زده کړې له ۶ کلنۍ تر ۱۵ کلنۍ پورې وړیا او اجباري دي.

روغتیا

[سمول]

په کاناډا کې د ژوند چاپېریال د ښه جغرافیایي موقعیت، اوبو، ځنګلونو، پارکونو، د خلکو د لوړ پوهاوي او سم مدیریت له امله زرغون او پاک دی. د خلکو روغتیايي حالت یې ښه دی او داسې ټولنیزې بیمې لري چې له خلکو سره د زړښت، ناروغتیا وزګارتیا، معلولیت، تقاعد او مړینې په صورت کې مرسته کوي.

قومي ډلې

[سمول]

د کاناډا لومړني اوسېدونکي اینویت او نور هغه قومونه دي چې د اسیا له ختیځو برخو څخه د بینک تنګي له لارې دې سیمې ته تللي دي. دا خلک ډېره موده په شمال، لویدیځ او نورو سیمو کې په غلو، دانو او د ښکار په غوښو ژوندي وو او هڅه یې کوله چې له طبعیت سره په جګړه کې بریالي راووځي او پر مختګ وکړي.

تاریخ

[سمول]

په ۱۶۱۰ زېږدیز کال کې برېټانوي سمندري سیلاني او کاشف هېنري هوډسن یو خلیج وموند چې وروسته د ده په نامه ونومول شو. په ۱۶۲۹ زېږدیز کې برېټانویانو د کیوبېک ښارګوټی ونیو. په ۱۶۳۱ زېږدیز کې دویم برېټانوی توماس جامس له خپلو ملګرو سره کاناډا ته په سفر لاړ چې اوس یې یو خلیج په نامه یادېږي. برېټانویانو په ۱۶۶۳ زېږدیز کال کې د کیوبېک ښارګوټی فرانسویانو ته پرېښود.

له افغانستان سره اړیکي

[سمول]

له کاناډا سره د افغانستان اړیکې د ۱۹۷۰ زېږدیز کال د جون په پنځمه په واشنګټن کې افغان سفیر عبدالله خان ملکیار او په اسلام اباد کې د کاناډا سفیر مک کوکي د خپلو متبوعو دولتونو په استازیتوب د کابل - اوتاوا تر منځ د نا استوګنو سفیرانو په کچه د ډیپلوماټیکو اړیکو د پیل هوکړه لاسلیک کړه او د ۲۰۰۳ زېږدیز کال دسپټمبر په ۵ مه په کابل کې د کاناډا سفارت پرانيستل شو.

له افغانستان څخه تر کاناډا پورې د هوا له لارې ۱۰۰۰۸ کیلومتره واټن پروت دی. د کابل او اوتاوا تر منځ د وخت توپير نهه نيم ساعته دی

سرچینې

[سمول]
  1. Olson, James Stuart; Shadle, Robert (1991). Historical Dictionary of European Imperialism. Greenwood Publishing Group. p. 109. ISBN 978-0-313-26257-9.
  2. Rayburn, Alan (2001). Naming Canada: Stories about Canadian Place Names. University of Toronto Press. pp. 14–22. ISBN 978-0-8020-8293-0.
  3. Magocsi, Paul R. (1999). Encyclopedia of Canada's Peoples. University of Toronto Press. p. 1048. ISBN 978-0-8020-2938-6.
  4. "An Act to Re-write the Provinces of Upper and Lower Canada, and for the Government of Canada". J.C. Fisher & W. Kimble. 1841. p. 20.
  5. O'Toole, Roger (2009). "Dominion of the Gods: Religious continuity and change in a Canadian context". In Hvithamar, Annika; Warburg, Margit; Jacobsen, Brian Arly (eds.). Holy Nations and Global Identities: Civil Religion, Nationalism, and Globalisation. Brill. p. 137. ISBN 978-90-04-17828-1.
  6. Morra, Irene (2016). The New Elizabethan Age: Culture, Society and National Identity after World War II. I.B.Tauris. p. 49. ISBN 978-0-85772-867-8.
  7. "November 8, 1951 (21st Parliament, 5th Session)". Canadian Hansard Dataset. نه اخيستل شوی April 9, 2019.
  8. Bowden, J.W.J. (2015). "'Dominion': A Lament". The Dorchester Review. 5 (2): 58–64.
  9. Janet McLean; Alison Quentin-Baxter (11 December 2017). This Realm of New Zealand: The Sovereign, the Governor-General, the Crown. Auckland University Press. ISBN 978-1-77558-963-1. OCLC 1007929877.
  10. Buckner, Philip, ed. (2008). Canada and the British Empire. Oxford University Press. pp. 37–40, 56–59, 114, 124–125. ISBN 978-0-19-927164-1.
  11. Courtney, John; Smith, David (2010). The Oxford Handbook of Canadian Politics. Oxford University Press. p. 114. ISBN 978-0-19-533535-4.
  12. Graber, Christoph Beat; Kuprecht, Karolina; Lai, Jessica C. (2012). International Trade in Indigenous Cultural Heritage: Legal and Policy Issues. Edward Elgar Publishing. p. 366. ISBN 978-0-85793-831-2.
  13. Dillehay, Thomas D. (2008). The Settlement of the Americas: A New Prehistory. Basic Books. p. 61. ISBN 978-0-7867-2543-4.[مړه لينکونه]
  14. Fagan, Brian M.; Durrani, Nadia (2016). World Prehistory: A Brief Introduction. Routledge. p. 124. ISBN 978-1-317-34244-1.
  15. Rawat, Rajiv (2012). Circumpolar Health Atlas. University of Toronto Press. p. 58. ISBN 978-1-4426-4456-4.
  16. Hayes, Derek (2008). Canada: An Illustrated History. Douglas & Mcintyre. pp. 7, 13. ISBN 978-1-55365-259-5.
  17. Macklem, Patrick (2001). Indigenous Difference and the Constitution of Canada. University of Toronto Press. p. 170. ISBN 978-0-8020-4195-1.
  18. Sonneborn, Liz (January 2007). Chronology of American Indian History. Infobase Publishing. pp. 2–12. ISBN 978-0-8160-6770-1.
  19. Wilson, Donna M; Northcott, Herbert C (2008). Dying and Death in Canada. University of Toronto Press. pp. 25–27. ISBN 978-1-55111-873-4.
  20. Thornton, Russell (2000). "Population history of Native North Americans". In Haines, Michael R; Steckel, Richard Hall (eds.). A population history of North America. Cambridge University Press. pp. 13, 380. ISBN 978-0-521-49666-7.
  21. O'Donnell, C. Vivian (2008). "Native Populations of Canada". In Bailey, Garrick Alan (ed.). Indians in Contemporary Society. Handbook of North American Indians. Vol. 2. Government Printing Office. p. 285. ISBN 978-0-16-080388-8.
  22. Marshall, Ingeborg (1998). A History and Ethnography of the Beothuk. McGill-Queen's University Press. p. 442. ISBN 978-0-7735-1774-5.
  23. True Peters, Stephanie (2005). Smallpox in the New World. Marshall Cavendish. p. 39. ISBN 978-0-7614-1637-1.
  24. Laidlaw, Z.; Lester, Alan (2015). Indigenous Communities and Settler Colonialism: Land Holding, Loss and Survival in an Interconnected World. Springer. p. 150. ISBN 978-1-137-45236-8.
  25. Ray, Arthur J. (2005). I Have Lived Here Since The World Began. Key Porter Books. p. 244. ISBN 978-1-55263-633-6.
  26. Preston, David L. (2009). The Texture of Contact: European and Indian Settler Communities on the Frontiers of Iroquoia, 1667–1783. University of Nebraska Press. pp. 43–44. ISBN 978-0-8032-2549-7.
  27. Miller, J.R. (2009). Compact, Contract, Covenant: Aboriginal Treaty-Making in Canada. University of Toronto Press. p. 34. ISBN 978-1-4426-9227-5.
  28. Tanner, Adrian (1999). "3. Innu-Inuit 'Warfare'". Innu Culture. Department of Anthropology, Memorial University of Newfoundland. Archived from the original on December 30, 2014. نه اخيستل شوی March 8, 2017.
  29. Asch, Michael (1997). Aboriginal and Treaty Rights in Canada: Essays on Law, Equity, and Respect for Difference. UBC Press. p. 28. ISBN 978-0-7748-0581-0.
  30. Kirmayer, Laurence J.; Guthrie, Gail Valaskakis (2009). Healing Traditions: The Mental Health of Aboriginal Peoples in Canada. UBC Press. p. 9. ISBN 978-0-7748-5863-2.
  31. "Truth and Reconciliation Commission of Canada: Calls to Action" (PDF). National Centre for Truth and Reconciliation. 2015. p. 5. Archived from the original (PDF) on June 15, 2015. نه اخيستل شوی July 9, 2016.
  32.   ويکيډاټا کې (P402) ځانګړنې بدلې کړئ {{cite web}}: Empty citation (help)
  33. د ټولټال کار کتنه په: https://laws-lois.justice.gc.ca/eng/Const/Index.html، https://laws-lois.justice.gc.ca/fra/Const/Index.html، https://www.legislation.gov.uk/id/ukpga/Vict/30-31/3 او https://books.google.co.uk/books?id=g5kvAQAAMAAJ — موضوع: 16
  34. http://data.worldbank.org/indicator/SL.UEM.TOTL.ZS