پيوټ
ښکارېدونکې بڼه
Lophophora williamsii پيوټ | |
---|---|
مملکه | بوټي |
څانگه | Tracheobionta |
طایفه | د دوو تیفه گانو نباتونه |
کورنۍ | Cactaceae |
جېنس | Lophophora |
پيوټ چې علمي نوم یی Lophophora williamsii دي یو زهرلرونکی زقوم (کاکتوس) دي چې په شمالي مېکسيکو او تېکساس کې شنه کېږي. نوموړی زقوم څو القلويدونه لري چې د نشه يي توکو په توگه کار شوي دي.
توصيف
[سمول]Lophophora williamsii یو زقوم دي چې د Cactaceae په کورنی او د Lophophora په جېنس پورې اړه لري. نوموړی بوټي په ځانگړي ډول په مېکسیکو کې په وچو سیمو کې شنه کېږي. پيوټ کروي شکل لري. گلان یې گلابي یا سپين رنگ لري، او اوږدوالي یی ۲ سانتیمتره وي او مېوه یې استوانه اي شکل لري. نوموړی بوټي یو شمېر القلويدونه لري. د هغو القلويدونو څخه مېسکالين دي چې د انسانانو پر مرکزي عصبي سیستم باندي آغېزه لري.