ایکوسیستم
په یوه ایکوسیستم (یا ایکولوژيکي سیستم) کې ټول موجودات او هغه فزیکي چاپېریال شاملېږي چې له دغو موجوداتو سره تعامل لري. دغه ژوندۍ او غیر ژوندۍ برخې د مغذي موادو د څرخو او د انرژۍ د جریان له لارې سره تړلې دي. انرژي د فوټوسنتېز له لارې سیستم ته داخلېږي او د نبات په نسج کې ځای پرځای کېږي. حیوانات د نباتاتو او یو بل له لارې په تغذیه کېدو سره په سیستم کې د مادې او انرژۍ په حرکت کې مهم رول لري. همدا راز دوی د نباتي او میکروبي بیولوژيکي کتلې پر اندازه هم اغېز کوي. تجزیه کوونکي د مړو عضوي موادو په تجزیه کولو سره کاربن اتومسفیر ته ګرځوي او د مغذي موادو څرخه په داسې ډول تسهیلوي یا اسانوي چې په مړه بیولوژيکي کتله کې زېرمه شوي مغذي مواد پر داسې بڼه بدلوي چې نباتاتو او میکروبونو ته یې استفاده اسانه وي.[۱]
ایکوسیستمونه د بیرونیو او داخلي عواملو یا فکتورونو لهخوا کنترولېږي. د خاورې او ټوپوګرافۍ د جوړوونکو لومړنیو موادو او اقلیم په څېر بیروني عوامل د یوه ایکوسیستم ټولیز جوړښت کنترولوي خو په خپله د ایکوسیستم تر اغېز لاندې نه دي. داخلي عوامل د تجزیې، د ریښې د رقابت، سیوري، اختلال او د موجودو نوعو د ډولونو له مخې کنترولېږي. په داسې حال کې چې د سرچینو دننه کېدل په ټولیز ډول د بیرونیو پروسو په مرسته کنترولېږي او د ایکوسیستم په داخل کې د دغو سرچینو د لاسرسي وړتیا بیا د داخلي عواملو په مرسته کنترولېږي. پر دې بنسټ داخلي عوامل نه یوازې د ایکوسیستم پروسې کنترولوي، بلکې په خپله هم د ایکوسیستم لهخوا کنترولېږي.
ایکوسیستمونه بېلابېل داسې توکي او خدمتونه وړاندې کوي چې خلک پرې تکیه یا تړلي دي. په ایکوسیستمي توکو کې د اوبو، خوړو، سونتوکو، ودانیزو توکو او درملیزو نباتاتو په څېر د ایکوسیستم د پروسو «مادي محصولات» شاملېږي. له بل پلوه ایکوسیستمي خدمتونه عموماً «د ارزښتناکو شیانو په وضعیت یا موقعیت کې ښهوالی» دی. په دغو مواردو کې د هایدرولوژيکي څرخې ساتنه، د هوا او اوبو پاکول، په اتومسفیر کې د اکسیجن ساتنه، د محصولاتو القاح او حتا ښکلا، الهام اخیستنه او د څېړنې فرصتونه شاملېږي. ډېری ایکوسیستمونه د انساني اغېزو له امله ویجاړېږي چې په دغو اغېزو کې د خاورې له منځه تګ، د اوبو او هوا ککړتیا، د مېشتځایونو ویجاړي، د اوبو انحراف، د اور مهار، معرفي شوې او مهاجمې نوعې د بېلګې په توګه یادولی شو. دغه ګواښونه ښايي د ایکوسیستم د ناڅاپي بدلون او یا په ایکوسیستم کې د بیوټیکو پروسو د تدریجي ګډوډۍ او د غیر ژوندیو شرایطو د ویجاړۍ لامل شي. کله چې ایکوسیستم خپلې ټاکونکې ځانګړنې له لاسه ورکړي، دا حالت ویجاړي یا سقوط بلل کېږي. د ایکوسیستم رغونه کولای شي د تلپاتې پراختیا موخو ته له رسېدو سره مرسته وکړي.
تعریف
[سمول]په یوه ایکوسیستم (یا ایکولوژيکي سیستم) کې ټول موجودات او هغه غیر ژوندۍ برخې (فزیکي چاپېریال) شاملېږي چې له دغو موجوداتو سره تعامل لري. ژوندۍ او غیر ژوندۍ برخې د مغذي موادو د څرخو او د انرژۍ د جریان له لارې سره تړلې دي.[۲][۳][۴]
د اصطلاح پیدایښت او پراختیا
[سمول]د «ایکوسیستم» اصطلاح د لومړي ځل لپاره په ۱۹۳۵ کال کې بریتانوي ایکولوژېست «اتور تانسلي» وکاروله. د اصطلاح جوړوونکی «ارتور روی کلافم» و چې د «تانسلي» په غوښتنه یې مطرح کړه. تانسلي دا مفهوم د موجوداتو او د هغوی د چاپېریال تر منځ د موادو د لېږد یا انتقال اهمیت ته د پام را اړولو لپاره رامنځته کړ. ده وروسته دا اصطلاح څه ناڅه تصحیح یا بدله کړه او د "ټول سیستم، ... نه یوازې د ارګانېزم د مجموعې په ګډون، بلکې د ټولو هغو فزیکي عواملو مجموعه چې موږ یې چاپېریال بولو" په توګه تعریف کړه. تانسلي ایکوسیستمونه طبیعي واحدونه بلل او وروسته یې د ایکوسیستمونو فضايي لمنه یا پراختیا د «ایکوټوپ» اصطلاح په مرسته تعریف کړه. [۲][۳][۵][۶]
لیمونولوژېست یا د خوږو اوبو د ژویو متخصص «ایولین هاچینسون» چې د تانسلي معاصر و، د تغذیوي ایکولوژۍ په اړه یې د «چارلېز الټون» نظرونه د روسي جیوکیمیاپوه «ویلادیمیر ورناډسکي» له نظرونو سره ترکیب یا یوځای کړل. په پایله کې یې وړاندیز وکړ چې په یوه سیند کې د کاني مغذي موادو شتون د اوبړیو تولید کموي. په دې سره د هغو حیواناتو شمېر کمېږي چې له اوبړیو څخه تغذیه کېږي. «ریمونډ لینډمن» دغه نظرونه پراخ کړل او ویې ښوده چې د سیند له لارې د انرژۍ جریان د ایکوسیستم اصلي محرک دی. د هاچینسون شاګردانو «هاوارډ اوډوم» او «ایولین هاچینسون» چې دواړه وروڼه وو، د ایکوسیستمونو د څېړنې یا مطالعې لپاره یې «سیستمي تګلاره» رامنځته کړه. دغې تګلاره له دوی سره مرسته وکړه چې د انرژۍ او موادو جریان د ایکولوژيکي سیستمونو له لارې مطالعه کړي.[۷]
پروسې
[سمول]داخلي او بیروني عوامل
[سمول]ایکوسیستمونه د داخلي او بیرونیو عواملو په مرسته کنترولېږي. بیروني عوامل چې د حالت عوامل هم بلل کېږي، د یوه ایکوسیستم ټولیز جوړښت او په داخل کې یې د شیانو د فعالیت ډول کنترولوي خو په خپله د ایکوسیستم تر اغېز لاندې نه دي. په پراخو جغرافیايي کچو کې اقلیم هغه عامل دی چې «د ایکوسیستم پروسې او جوړښت په کلکه مشخصوي». اقلیم هغه بایوم مشخصوي چې ایکوسیستم په کې ځای پرځای شوی دی. د ورښت بېلګې یا الګوګانې او موسمي تودوخه پر فوټوسنتېز اغېز کوي او په پایله کې د ایکوسیستم لپاره د موجودې انرژۍ کچه مشخصوي.[۸]
نور هغه بیروني عوامل چې د ایکوسیستم په فعالیت کې مهم رول لري، وخت او هغه احتمالي ژوندي موجودات دي چې په یوه سیمه کې موجود دي او په احتمالي ډول کولای شي یو ځانګړی مکان یا ځای اشغال کړي. ایکوسیستمونه په هغو ورته چاپېریالونو کې چې د نړۍ په بېلابېلو ځایونو کې واقع دي، کولای شي کارونه په ډېر متفاوت ډول ترسره کړي او یوازنی دلیل یې دا دی چې د نوعو بېلابېل مېشتځایونه لري. د غیر ځایي نوعو ور وړل ښايي په ایکوسیستم کې د بنسټیزو بدلونونو لامل شي.[۹][۱۰]
د بیرونیو عواملو پر خلاف داخلي عوامل په ایکوسیستمونو کې نه یوازې د ایکوسیستم پروسې کنترولوي، بلکې دوی په خپله هم د ایکوسیستم په مرسته کنترولېږي. په داسې حال کې چې د سرچینو ور دننه کېدل په ټولیز ډول د بیرونیو پروسو لکه اقلیم او لومړنیو موادو په مرسته کنترولېږي، خو د دغو سرچینو د لاسرسي وړتیا په ایکوسیستم کې دننه د داخلي عواملو لکه تجزیې، د ریښو رقابت یا سیوري په مرسته کنترولېږي. نور عوامل لکه اختلال، ځای نیونه یا د موجودو نوعو بېلابېلوالی هم داخلي عوامل دي.[۱۱][۱۲][۱۳]
لومړنی تولید
[سمول]لومړنی تولید د غیر عضوي کاربن له سرچینو څخه د عضوي موادو تولید دی. دا تولید تر ډېره د فوټوسنتېز له لارې رامنځته کېږي. د دغې پروسې له لارې ځای پرځای شوې انرژي د ځمکې پر مخ ژوند پیاوړی کوي، په داسې حال کې چې کاربن په ژوندیو او مړو بیولوژيکي کتلو کې موجود عضوي کاربن، د خاورې کاربن او فوسیلي سونتوکي تشکیلوي. دا تولید د کاربن څرخه هم چلوي چې د ګلخانهيي اغېز له لارې نړیوال اقلیم اغېزمنوي.
نباتات د فوټوسنتېزي پروسې له لارې له وړانګو څځه انرژي اخلي او دغه انرژي د کاربن ډای اکسایډ او اوبو د ګډولو یا ترکیب کولو لپاره کاروي تر څو کاربوهایډرېټونه او اکسیجن تولید کړي. په یوه ایکوسیستم کې د ټولو نباتاتو لهخوا ترسره شوی فوټوسنتېز د لومړني ناخالص تولید په نامه پېژندل کېږي. شاوخوا نیمايي ناخالص لومړنی تولید د نباتاتو لهخوا تنفس کېږي تر څو د خپلې ودې لپاره اړینه انرژي برابره کړي. د ناخالص لومړني تولید هغه پاتې برخه چې د تنفس له لارې نه مصرفېږي، د لومړني خالص تولید په نامه یادېږي. ټولیز فوټوسنتېز د ګڼو چاپېریالي عواملو له امله محدودېږي. په دغو عواملو کې د شته وړانګو اندازه، د وړانګو د جذب لپاره د نبات د پاڼو د سطحې اندازه (د نورو نباتاتو لهخوا سیوری کول د فوټوسنتېز لوی محدودیت دی)، هغه چټکتیا چې کاربن ډای اکسایډ په کې د فوټوسنتېز د ملاتړ لپاره کلروپلاسټونو ته عرضه کېدای شي، د اوبو د لاسرسي وړتیا او د فوټوسنتېز د اجرا یا ترسره کولو لپاره د مناسبې تودوخې د لاسرسي وړتیا شاملېږي.[۱۴][۱۵]
سرچينې
[سمول]- ↑ Chapin, F. Stuart, III (2011). "Glossary". Principles of terrestrial ecosystem ecology. P. A. Matson, Peter Morrison Vitousek, Melissa C. Chapin (2nd ed.). New York: Springer. ISBN 978-1-4419-9504-9. OCLC 755081405.
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ Tansley, A. G. (1935). "The Use and Abuse of Vegetational Concepts and Terms" (PDF). Ecology (په انګليسي). 16 (3): 284–307. doi:10.2307/1930070. JSTOR 1930070. Archived from the original (PDF) on 2016-10-06. نه اخيستل شوی 2022-10-12.
{{cite journal}}
: More than one of|archivedate=
و|archive-date=
specified (help); More than one of|archiveurl=
و|archive-url=
specified (help) - ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ Chapin, F. Stuart, III (2011). "Chapter 1: The Ecosystem Concept". Principles of terrestrial ecosystem ecology. P. A. Matson, Peter Morrison Vitousek, Melissa C. Chapin (2nd ed.). New York: Springer. ISBN 978-1-4419-9504-9. OCLC 755081405.
- ↑ Odum, Eugene P (1971). Fundamentals of Ecology (third ed.). New York: Saunders. ISBN 978-0-534-42066-6.
- ↑ Tansley, A.G. (1939). The British Islands and Their Vegetation. Cambridge University Press.
- ↑ Willis, A.J. (1997). "The Ecosystem: An Evolving Concept Viewed Historically". Functional Ecology. 11 (2): 268–271. doi:10.1111/j.1365-2435.1997.00081.x.
- ↑ Chapin, F. Stuart, III (2011). "Chapter 1: The Ecosystem Concept". Principles of terrestrial ecosystem ecology. P. A. Matson, Peter Morrison Vitousek, Melissa C. Chapin (2nd ed.). New York: Springer. ISBN 978-1-4419-9504-9. OCLC 755081405.
- ↑ Chapin, F. Stuart, III (2011). "Chapter 5: Carbon Inputs to Ecosystems". Principles of terrestrial ecosystem ecology. P. A. Matson, Peter Morrison Vitousek, Melissa C. Chapin (2nd ed.). New York: Springer. ISBN 978-1-4419-9504-9. OCLC 755081405.
- ↑ Chapin, F. Stuart, III (2011). "Chapter 3: Geology, Soils, and Sediments". Principles of terrestrial ecosystem ecology. P. A. Matson, Peter Morrison Vitousek, Melissa C. Chapin (2nd ed.). New York: Springer. ISBN 978-1-4419-9504-9. OCLC 755081405.
- ↑ Chapin, F. Stuart, III (2011). "Chapter 2: Earth's Climate System". Principles of terrestrial ecosystem ecology. P. A. Matson, Peter Morrison Vitousek, Melissa C. Chapin (2nd ed.). New York: Springer. ISBN 978-1-4419-9504-9. OCLC 755081405.
- ↑ Simberloff, Daniel; Martin, Jean-Louis; Genovesi, Piero; Maris, Virginie; Wardle, David A.; Aronson, James; Courchamp, Franck; Galil, Bella; García-Berthou, Emili (2013). "Impacts of biological invasions: what's what and the way forward". Trends in Ecology & Evolution. 28 (1): 58–66. doi:10.1016/j.tree.2012.07.013. hdl:10261/67376. ISSN 0169-5347. PMID 22889499.
- ↑ Chapin, F. Stuart, III (2011). "Chapter 11: Species Effects on Ecosystem Processes". Principles of terrestrial ecosystem ecology. P. A. Matson, Peter Morrison Vitousek, Melissa C. Chapin (2nd ed.). New York: Springer. ISBN 978-1-4419-9504-9. OCLC 755081405.
- ↑ "46.1A: Ecosystem Dynamics". Biology LibreTexts (په انګليسي). 2018-07-17. نه اخيستل شوی 2021-08-02.کينډۍ:Open access Text was copied from this source, which is available under a Creative Commons Attribution 4.0 International License.
- ↑ Chapin, F. Stuart, III (2011). "Chapter 5: Carbon Inputs to Ecosystems". Principles of terrestrial ecosystem ecology. P. A. Matson, Peter Morrison Vitousek, Melissa C. Chapin (2nd ed.). New York: Springer. ISBN 978-1-4419-9504-9. OCLC 755081405.
- ↑ Chapin, F. Stuart, III (2011). "Chapter 6: Plant Carbon Budgets". Principles of terrestrial ecosystem ecology. P. A. Matson, Peter Morrison Vitousek, Melissa C. Chapin (2nd ed.). New York: Springer. ISBN 978-1-4419-9504-9. OCLC 755081405.
|