اریا (سیمه)
عمومي مالومات | |
---|---|
پېښې نېټه | |
هېواد |
آریا ( یوناني Ar(e)ía, 𐏃𐎼𐎡𐎺 هرایوا ، اوستان 𐬵𐬀𐬭𐬋𐬌𐬬𐬀 هارووا) د لرغوني افغانستان په لویدیځ کي یوه سیمه وه چي د هرات په ښار کي یې موقعیت درلود. په ځینو عصري اثارو او سرچینو کي دغه سیمه څو ځله د لرغونې اریانا د لویې سیمې سره د نوم د ورته والي له کبله اشتباه سوې ده.
جغرافيایي موقعیت
[سمول]آریا د لرغوني پارس په ځمکه کي د باختر ((بلخ)) او اراکوزیا ((کندهار)) په څېر یوه پخوانی سیتراپي وه، چې په عمومي توګه یې د هري سیند سره اړه درلوده. دا د پخواني تاریخپوه اریان په وینا د ټولي هغي ځمکي نوم وو [۱]کوم چي په لرغونو زمانو کي ډېره حاصلخیزه او د شرابو له اړخه بډایه ګڼل کیده. د اریا سیمه په ختیځ کې د پاروپامیساداي د غرونو له لړۍ ، په لویدیځ کې له پارتیا، په شمال کي له مارګیانا او هیرکانیا څخه راجلا سوې ده، او یوه صحرا یې په سویل کي له کارمانیا او ډرینګیانا څخه هم را بېلوي. د پوتلیمي او سټرابو [۲]د تفصیل مطابق یاده سیمه د اوسني افغانستان هرات ولایت اړوند بلل کیږي.
د پولیمي په وینا د اریا پلازمینه ارټاکوانا نومېدل. ددې سیمي په شاوخوا کي یوه نوې پلازمینه د لوی سکندر یا د هغه د ځای ناستو لخوا، الکساندریا آریانا د افغانستان په شمال لویدیځ کي په اوسني عصري هرات کي جوړه سوې وه. پولیمي په دې سیمه کي څو نور ښارونه هم یاد کړي دي چي د ولایت د شتمنۍ او زرغونتیا نښه بلل کېده. دده په وینا مهم یې لاندي ښارونه وه: [۳] [۴]
|
|
|
|
|
سرچينې
[سمول]- ↑ Arrian, Anabasis 4.6.6
- ↑ Prolemy, 6.17; Strabo, 11.10.1
- ↑ European Cultural Heritage Online (ECHO), Ptolemaeus, Claudius, Geografia : cioè descrittione vniversale (universale) della terra; partita in due volumi, 1621, pages 114 & 115
- ↑ Encyclopédie méthodique ou par ordre de matières par une société de gens de lettres, de savants et d'artistes (1871), page 206