[go: up one dir, main page]

Jump to content

اخلاق

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اخلاق یا د اخلاقو فلسفه د فلسفې یوه څانګه ده، چې نظام بندي، دفاع او د سمو او ناسمو کړنو د مفاهیمو سپارښتنه په کې شامېليږي. د اخلاقو څانګه د ښکلا پېژندنې سره یو ځای ارزښتناک مسایل سره رانغاړي. دغه برخې د فلسفې په هغو څانګو کې شامېلیږي چې د ارزښت پېژندنې په نوم بلل کېږي. اخلاق د بشر د اخلاقي پوښتنو لکه ښه او بد، حق او باطل، فضیلت او ناوړه توب او جرم او عدالت په لټه کې دي. د فکري پلټنو د یوې برخې په توګه، اخلاقي فلسفه د اخلاقي ارواپوهنې، توضیحي اخلاقو او د ارزښت تیوري سره تړاو لري.[۱][۲][۳]

د مطالعې هغه درې اصلي برخې چې په اخلاقو کې پېژندل شوې دي.[۲]

1.  لوړاخلاق، د اخلاقو  نظري مانا، د اخلاقو د مرجع سپارښتنه او د هغوی د ارزښت د ټاکنې (که کوم یو وی) ټاکي.

2.  معیاري اخلاق، د اخلاقي سیر د ټاکلو د عملي وسایلو سره تړاو لري.

3.  پلي شوي اخلاق، د هغه څه سره تړاو لري، چې یو شخص یې په یوه ځانګړي حالت، یا د عمل په ځانګړې برخه کې په ترسره کولو مکلف وي او یا یې د تر سره کولو اجازه لري.[۲]

د اخلاقو تعریف

ethics انګریزي کلیمه د لرغوني یوناني کلیمې(ēthikós ،ἠθικός) څخه اخیستل شوې چې "د خپل شخصیت سره د تړاو " مانا لري. دغه خپله د اصلي کلیمې(êthos (ἦθος سره رېښه لري چې معنی یې "شخصیت یاکردار او اخلاقي طبیعت" دی. دغه کلیمه لومړی لاتین ته د ethica په بڼه، وروسته بیا فرانسوي ته éthique, په نوم او له هغه ځایه انګیسي ته ولېږدول شوه. [۴]

راشوت کېدر Rushworth Kidder وایي: "د اخلاقو په معیاري تعریفونو کې معمولاً داسې جملې لکه 'د مثالي انسان شخصیت علم' یا 'د اخلاقي دندې علم، شامل دی.

ریچارد ویلیام پل او لیندا الډر اخلاق په لاندې ډول تعریفوي: "اخلاق د مفاهیمو او اصولو یوه ټولګه ده، چې موږ ته ښیي، کوم چلند د شعوري مخلوقاتو سره مرسته کوي یا هغه ته زیان رسوي. د کمبریج فلسفې ډېکشنري وایي: د اخلاق کلیمه په عمومي ډول د morality یعنې تقوی یا رویې د کلیمې پر ځای کارول کېږي... او ځینې وخت د یو ځانګړي کس او ډلې د اخلاقي اصولو، دود او سنتو معنی ورکوي. پل او ایلډر وایي چې ډیری خلک د ټولنیزو دودونو، مذهبي عقیدې او د قانون سره سم چلند کولو سره اخلاق ګډوډوي او اخلاق د یو خپلواک مفهوم په توګه په نظر کې نه نیسي.[۵][۶][۷][۸]

په انګریزي کې د اخلاقو کلیمه څو شیانو ته اشاره کوي. کېدای شي فلسفي اخلاقو یا هم د اخلاقو فلسفې ته اشاره وکړي. دا هغه پروژه ده چې هڅه یې کړې څو د بېلابېلو اخلاقي پوښتنو د ځوابولو لپاره له عقل څخه کار واخلي. لکه څنګه چې د انګریزي اخلاقو فیلسوف برنارډ ویلیامز د اخلاقو د فلسفې د بیانولو په اړه لیکي: هغه څه چې یوه پلټنه فلسفه جوړوي، هغه د انعکاس عمومیت او د استدلال یوه بڼه ده چې ادعا کوي، له عقلي نظره قناعت کوونکې ده. ویلیامز د پلټنې د دې برخې منځپانګه  یوې پراخه پوښتنې ته په اشارې کولو باندې تشریح کوي، "یو کس څه ډول باید ژوند وکړي؟ اخلاق کولی شي د اخلاقي ستونزو په اړوند د فکر کولو لپاره د انسان عامو وړتیاوو ته هم اشاره وکړي او دا یوازې فلسفې ته ځانګړي نه دي. لکه څنګه چې د اوسېدنې د اخلاقو متخصص لري چرچېل لیکلي دي: "اخلاق، د اخلاقي ارزښتونو په اړه د انتقادي فکر کولو د وړتیا په توګه پیژندل شوي او د دغه ارزښتونو په اساس زموږ د عملونو رهبري یو عمومي انساني ظرفیت دی. همدارنګه کېدای شي اخلاق د ځانګړي کس د اصولو د توصیف یا ځانګړو عاداتو لپاره وکارول شي. د بېلګې په توګه «جو جالب اخلاق لري» اخلاق یو معیاري علم دی.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

لوړاخلاق

فرا اخلاق د فلسفي اخلاقو یوه برخه ده، چې پوښتي، کله چې د سم او ناسموالي په اړه خبرې کوو، نو څه ډول پوهېږو، درک کوو او موخه مو څه ده. یوه اخلاقي پوښتنه چې په یو ځانګړي عملي حالت پورې اړه لري، لکه "ایا زه باید د چاکلیټي کیک دغه ځانګړې ټوټه وخورم؟" نه شي کېدای چې لوړه اخلاقي پوښتنه وشي، بلکې دا تطبیق شوې اخلاقي پوښتنه ده. یوه لوړه اخلاقي پوښتنه یوه لنډه پوښتنه ده چې  د نورو ډېرو ځانګړو عملي پوښتنو په یوې پراخه لړۍ پورې اړه لري. د بېلګې په توګه، ایا دا کله هم شونې ده چې د علم د سم او ناسم والي په اړه ډاډمن اوسو؟ دا یوه لوړه اخلاقي پوښتنه ده.[۱۴]

لوړ اخلاق تل د فلسفي اخلاقو سره مل وي. د بېلګې په ډول ارسطو دې ټکي ته اشاره کوي چې په اخلاقو کې د څېړنې د نورو برخو په پرتله پوهه شونې ده او اخلاقي پوهه له عاداتو او فرهنګ منلو سره په داسې بڼه تړلې بولي چې هغه د پېژندنې له نورو ډولونو سره متفاوته وي. په G.E کې هم لوړ اخلاق مهم دي، په 1903 ز کال کې د Moore's (مور اخلاقي اصول) په لومړي ځل هغه د هغه څه په اړه چې هغه طبیعي غلطۍ بللې لیکلي دي. داسې ښکارېده چې Moore د خپلې پرانیستې پوښتنې په ځواب کې په اخلاقو کې طبیعي والی ردولو. دا دې لامل شو، چې مفکرین د اخلاقو په اړه دویمه درجې پوښتنو ته نظر وکړي. له دې وړاندې هم سکاټلنډي فیلسوف ډېوېډ هیوم د حقیقتونو او ارزښتونو تر منځ د توپیر په اړه ورته نظر وړاندې کړی و.

له اخلاقو څخه زموږ د پېژندګلوۍ په اړه مطالعې په درک او نه درک باندې وېشل کېږي. دغه په ترتیب سره د اخلاقي نېکمرغۍ او ارزښت لپاره تشریحي او غیر تشریحي طریقې خپلوي. د نه درک نظر دی چې موږ یو شی له اخلاقي نظره سم یا غلط قضاوت کوو، دا نه سم دی او نه هم ناسم. د بېلګې په توګه، کېدای شي، یوازې خپل عاطفي احساسات د دغو شیانو په اړه څرګند کړو. ادراکېزم یا درک  کېدی شي د دغې ادعا د عنوان په توګه په نظر کې ونیول شي چې هر وخت موږ د سم او ناسم په اړه خبرې کو، نو موږ اصلا د واقعي مسائلو په اړه خبرې کوو.[۱۵]

د اخلاقو انټولوژي د ارزښت لرونکي شیانو یا ملکیتونو په اړه ده، یعنې دا د هغه شیانو یا توکو یو ډول دی چې د اخلاقي وړاندیزونو له خوا راجع کیږي. غیر تشریح کوونکي او نه درک لرونکي پر دې باور دي چې اخلاقيات کومې ځانګړې انټولوژي ته اړتیا نه لري، ځکه چې اخلاقي سپارښتنې هغې ته مراجعه نه کوي او دا د واقعیت ضد دریځ په توګه پیژندل کیږي. له بل اړخه درک لرونکي باید تشریح کړي چې کوم ډول بنسټونه، سلوک، حالتونه او موقفونه د اخلاقو سره تړاو لري، دوی څه ډول ارزښت لري او ولې زموږ کړنو ته انګېزه ورکوي او هغه رهبري کوي.[۱۶]

اخلاقي شکونه (بدبینۍ)

اخلاقي شکونه د لوړو اخلاقي نظریاتو له ډلې څخه دي چې په هغه کې ټول غړي په دې همغږي دي چې هېڅوک هم اخلاقي پوهه نه لري. ډېری اخلاقي شکمن معقوله او قوي ادعا لري چې اخلاقي پوهه ناشونې ده. اخلاقي شک په ځانګړي ډول د اخلاقي ریالیزم خلاف دی او دا نظر لري چې د پوهېدو وړ او د هدفي اخلاقي حقیقتونه شته.

د اخلاقي شکاکیت ځینې پلویان دا دي: پیرو، آئنسیدموس، سکستوس امپریکوس، ډیویډ هیوم، ماکس استیرنر، فرډریش نیچه او جی.ال. مکی.

اخلاقي شک په دریو فرعي ټولګیو وېشل شوې دي:

  • د اخلاقي تېروتنې نظریه (یا اخلاقي عصبیت یا پوچوالی).
  • اخلاقي شک.
  • د درک نشتوالی [۱۷]Non-cognitivism

دغه درې واړه نظریې ورته پایلې لري، چې په لاندې ډول دي:

(a) : موږ هېڅکله په دې باور نه یو چې اخلاقي ادعاګانې (د بڼې ادعاګانې« د X د چارو حالت ښه دی.» « د Y عمل په اخلاقي توګه واجب دی او نور» سمې دی او ...

(b): موږ هیڅکله نه پوهیږو چې هره اخلاقي ادعا سمه ده.

په هرصورت، هره طریقه د بېلابېلو لارو په واسطه (a) او (b) ته رسیږي.

د اخلاقي تېروتنې نظریه په دې باور ده چې موږ نه پوهیږو چې هره اخلاقي ادعا سمه ده، ځکه چې:

(i) ټولې اخلاقي ادعاګانې ناسمې دي

(ii) موږ دلیل لرو، چې باور وکړو چې ټولې اخلاقي ادعاګانې درواغ دي.

(iii) موږ په هر هغه ادعا باور نه لرو، ځکه موږ له هغه څخه د انکار په برخه کې دلیل لرو، موږ په هیڅ ډول اخلاقي ادعاوو  باور نه کوو.

سرچينې او ياداښتونه

  1. Verst, Ludger; Kampmann, Susanne; Eilers, Franz-Josef (2015-07-27). Die Literaturrundschau. Communicatio Socialis. OCLC 914511982.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ Internet Encyclopedia of Philosophy "Ethics"
  3. Random House Unabridged Dictionary: Entry on Axiology.
  4. An Intermediate Greek-English Lexicon. 1889.
  5. Kidder, Rushworth (2003). How Good People Make Tough Choices: Resolving the Dilemmas of Ethical Living. New York: Harper Collins. p. 63. ISBN 978-0-688-17590-0.
  6. Kidder, Rushworth (2003). How Good People Make Tough Choices: Resolving the Dilemmas of Ethical Living. New York: Harper Collins. p. 63. ISBN 978-0-688-17590-0.
  7. John Deigh in Robert Audi (ed), The Cambridge Dictionary of Philosophy, 1995.
  8. Paul, Richard; Elder, Linda (2006). The Miniature Guide to Understanding the Foundations of Ethical Reasoning. United States: Foundation for Critical Thinking Free Press. p. np. ISBN 978-0-944583-17-3.
  9. کينډۍ:Cite dictionary
  10. Williams, Bernard. Ethics and the Limits of Philosophy. p. 2.
  11. Williams, Bernard. Ethics and the Limits of Philosophy. p. 1.
  12. David Tanguay (جنوري 24, 2014). "Buddha and Socrates share Common ground". Soul of Wit. Archived from the original on July 22, 2014. نه اخيستل شوی July 22, 2014.
  13. "Are We Professionals? A Critical Look at the Social Role of Bioethicists". Daedalus. 1999. pp. 253–274.
  14. "What is ethics?". BBC. Archived from the original on October 28, 2013. نه اخيستل شوی July 22, 2014.
  15. "Non-Cognitivism in Ethics | Internet Encyclopedia of Philosophy".
  16. Miller, C (2009). "The Conditions of Moral Realism". The Journal of Philosophical Research. 34: 123–155. doi:10.5840/jpr_2009_5.
  17. Sinnott-Armstrong, Walter (2019), "Moral Skepticism", in Zalta, Edward N. (ed.), The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Summer 2019 ed.), Metaphysics Research Lab, Stanford University, نه اخيستل شوی 2020-07-28