[go: up one dir, main page]

Jump to content

انډريو ډيکسن وايټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
انډريو ډيکسن وايټ
انډريو ډيکسن وايټ
انډريو ډيکسن وايټ

د شخص مالومات
پيدايښت ۷ نومبر ۱۸۳۲[۱][۲][۳][۴][۵]
مړینه 4 نومبر 1918 (86 کاله)[۱][۲][۳][۴]  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   ويکيډاټا کې (P102) ځانګړنې بدلې کړئ
رکن د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي ،  امریکا د هنرونو او ادبیاتو اکاډمي   ويکيډاټا کې (P463) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه
لاسليک
انډريو ډيکسن وايټ
انډريو ډيکسن وايټ

انډریو ډیکسن وایټ (نویمبر ۷، ۱۸۳۲- نویمبر ۴، ۱۹۱۸) یو امریکایي تاریخپوه او ښوونکی و، څوک چې د کارنیل پوهنتون شريک بنسټ اېښودونکی او نږدې دوه لسيزې يې د دې پوهنتون د رئيس په توګه خدمات وړاندې کړل. هغه د کالج د نصاب د دایرې د پراخونکي په توګه پېژندل شوی. د سياستوال په توګه هغه په نيويارک کې د ايالتي سناتور په توګه کار وکړ. پر نورو مسئولیتونو سربیره، ورسته نوموړی المان او روسیه کې د امریکا د ډیپلومات په توګه وټاکل شو.  [۶]

هغه د شخړې ګڼنه (فرضيه) (دا د علم په تاریخ کې یوه تاريخي کړنلاره ده) له بنسټګرو څخه و، کومه ګڼنه چې وایي ساینس او مذهب په تاریخی توګه له یو بل سره په ټکر کې وو، نوموړي د «په مسيحيت کې د الاهياتو سره د ساينس جګړې تاريخ) په نوم په خپل نږدې اته سوه مخيز کتاب کې د دې فرضيې د ثابتولو هڅه کړې.

کورنۍ او شخصي ژوند

[سمول]

انډریو ډیکسن وایټ د ۱۸۳۲ز کال د نومبر په اومه نېټه د «کلارا» (نی ډیکسن) او «هوریس وایټ» په کور کې زېږېدلی و. کلارا د انډریو ډیکسن لور وه، څوک چې په ۱۸۳۲ز کې د نیو یارک ایالت د جرګې غړی و؛ پلار يې هوریس د «اساوایټ» زوی و، څک چې د ماساچوسټ ايالت يو کروندګر و. د هوريس په ديارلس کلنۍ کې د دوی بريالی کښت د اور خوراک او له منځه ولاړ. [۷]

دې کورنۍ د خپلې کروندې له لاسه ورکولو وروسته او سره له دې چې  دوی له بې وزلۍ سره لاس او ګریوان وو او هاريس کمې رسمي زده کړې کړې وې، بيا هم هغه يو سوداګر او شتمن تجار شو. په ۱۸۳۹ز کال کې هغه په «سیراکوز» کې د سیراکوز د سپما بانک پرانیست. هوریس او کلارا وایټ دوه بچيان درلود: «انډریو ډیکسن» او د هغه ورور. «انډریو» ته د تعمید غسل په ۱۸۳۵ز کال کې د «هومور» د شین ښار د «کلاویري» په اسقفي کلیسا کې ورکړل شوی و. [۸][۹]

هغه دوه ودونه وکړل. د ۱۸۵۷ز کال د سیپتمبر په ۲۷ نیټه هغه د «میری امانډا اوټواټر» (فروري ۱۰ ، ۱۸۳۶ – جون  ۸، ۱۸۸۷) سره لومړی واده وکړ چې د «سیراکوز» د «پیټر اوټواټر» او «لوسیا ام. فیلیپس» لور وه. د «ميری» مورنۍ نیا «امندا ډانفورت»، د «آسا ډانفورت» لور او د «الیجا فیلیپس جونیر» میرمن وه، نوموړی لومړی سپین پوستی ماشوم و چې په نیویارک کې د «اوونډاګا» ولسوالۍ کې زیږیدلی و. د هغې غور نیکونو کې جنرال «اساډانفورت» چې د نیویارک د پورتنۍ برخې مخکښ او د دولتي ملیشو مشر و او همدارنګه «ایلیجا فیلیپس سينیر»، چا چې په ۱۸۷۵ز کال کې د ماساچوسټ د «لیکسینګټن» خبرتيا ته ځواب ووايه او وروسته یې د «اونونډاګا» ولسوالۍ د عالي حاکم په توګه دنده ترسره کړه، شامل وو. [۱۰]

«انډریو» او میري دری بچيان درلودل:  فریدریک ډاویس وایټ، چا چې د ناروغیو له يوې اوږدې لړۍ وروسته په ۱۹۰۱ کې په داسې حال کې ځانوژنه وکړه چې عمر يې له څلوېښتو کلونو زيات و؛ کلارا (وایټ) نیوبوري چې د خپل پلار له مرګه مخکې مړه شوه؛ او روت (وایټ) فیري. ورسته له دې چې د هغه مېرمن په ۱۸۸۷ز کې مړه شوه، وایټ د خپل نږدې ملګري، «دانیال ویلرډ فیسکي» سره اروپا ته په تدريسي سفر ولاړ، «فيسکي» په کارنيل کې د کتابتون مسئول و.[۱۱]

نوموړي درې کاله د کونډوني (بې مېرمنې) ژوند وکړ، وروسته په ۱۸۹۰ز کال کې «وایټ» د «هیلین ماګیل» سره واده وکړ، څوک چې د «سوارتمور» کالج د دويم رئیس «ایډورډ ماګیل» لور وه. هغه په متحده ایالاتو کې لومړنۍ ښځه وه چې دوکتورا یی تر لاسه کړه. هیلین د هغې د خاوند په څېر، یوه ټولنیزه ساینسپوهه او ښوونکې وه؛ دوی دواړو په یو کانفرانس کې سره ولیدل، چېرته چې «هیلین» یوه مقاله وړاندې کوله. هیلین او انډریو هم دری بچيان درلودل: ایډورډ ماګیل وایټ (۱۸۹۶ کې ومړ)، هیلاډ وایټ (۱۸۹۱-۱۸۹۲)، او کارین انډریونا وایټ (۱۸۹۳-۱۹۷۱). [۱۲][۱۳]

د انډریو د تره زوی، «اډون وایټ»، د لومینیزم/ هډسن سیند ښوونځیو هنرمند شو. د هغه وراره «هوریس وایټ» د نیویارک والي وو. [۱۴]

زده کړې

[سمول]

د ۱۸۴۹ز کال د مني په پيل کې، د خپل پلار په ټینګار د جینوا کالج ( چې اوسمهال د هوبارټ او ویلیم سمیت کالجونو په نوم یادیږي) د لیسانس لپاره نوم لیکنه وکړه. هغه ته د «سیګما فای» (يو سازمان و) د غړی په توګه داخله ورکړل شوه. د هغه په خپل ژوندلیک کې يادونه کړې چې هغه احساس درلود ګوندې په جينيوا کې په دې ډول ضايع شوی چې پر ځای د دې چې د نوي انګلستان په يو ستر پوهنتون کې وي، په یو کوچني اسقفي (مذهبي) ښوونځي کې و. وایټ په ۱۸۵۰ز کال کې پوهنتون پرېښود. له يو څه مودې مخالفت وروسته هغه خپل پلار قانع کړ چې «یالی» کالج ته د تګ اجازه ورکړي.[۱۵]

په «یالی» کې «وایټ» د «دانیال کویټ ګیلمان» ټولګيوال و، چا چې وروسته د جان هاپکینز پوهنتون د لومړي رییس په توګه دنده تر سره کړه. دوی دواړه د «Skull and Bones» پټې ټولنې غړي غړي او نږدې ملګري وو. له فراغت وروسته دواړو په ګډه اروپا ته سفر وکړ او په ګډه یې د وینزویلا د سرحدونو کمیسیون ته خدمت وکړ (۱۸۹۵-۱۸۹۶). د هغه د کوټې ملګری «مشر تامس فریدریک ډاویس» و، څوک چې وروسته د «میشیګان» د اسقفي قلمرو درېیم مسیحی ملا شو، ۱۸۸۹-۱۹۰۵. د وایټ د فراغت د کال نور غړي هر یو، «اډمونډ کلیرنس سټیډمن» چې یو شاعر او مقاله لیکونکی و؛ «وین مک ویګ»، د متحده ایالاتو لوی څارنوال او په ایټالیا کې د متحده ایالاتو سفیر؛ او «هیرام بینګم» څوک چې مذهبی مبلغ وو، په ټولنیز ډول د «د ۵۳ مشهور ټولګي» په نوم پېژندل کېدل. د «وایټ» د وینا سره سم، پروفیسور «نوح پورټر» (وروسته د یالي رئيس شو) د  هغه په علمي مسلک او ژوند ژور اغېز درلود، نوح خپله په ویناوالۍ کې هغه ته درسونه ورکړي وو او د «پورټر» تر مړينې دواړه نږدې ملګري وو. [۱۶][۱۷][۱۸]

«الفا سیګما فای» په ۱۸۵۰ز کال کې «وایټ» د غړي په توګه ومانه او هغه د «ټوماهاک» د همکارۍ ټولنې د خپرونې د مدير په توګه خدمت وکړ. «وایټ» د ژوند تر پایه په همدې ټولنه کې فعال غړی پاتې شو، د «کارنیل» څپرکی بنسټ يې کېښود او د ۱۹۱۳ز څخه تر ۱۹۱۵ز کال پورې يې د دې ټولنې د ملي رئيس په توګه خدمات وړاندې کړل. هغه همدا راز د « The Lit» د مدير په توګه هم کار وکړ چې اوسمهال د «یالي» ادبي مجلې په نوم یادیږي.نوموړی د «لینونیا» ټولنې پورې اړه لرله چې یو ادبي او مباحثوي ټولنه وه. د یو ځوان په توګه، «وایټ» د غوره لیکنې لپاره چې د «په دولت کې لوی توپیرونه» په سرليک يې ليکلې وه، د «یالي» ادبي جایزه وګټله؛ دا حیرانونکې وه، ځکه چې په دودیز ډول یو مشر د ګټونکې مقالې لپاره غوره کېدو. همدا رنګه د یو ځوان په توګه، وایټ د «Psi Upsilon» په نوم د کشرانو له ټولنې سره یو ځای شو. د مشرۍ په کلونو کې، د «د اوسني وخت ديپلوماتیک تاريخ» په موضوع د خبرو کولو له امله «وايټ» د انګريزي شخړې (disputation يو تعليمي سيستم دی) لپاره د کلاريک جايزه او د عامه وينا لپاره د «ډي فورسټ» جايزه وګټله. د ۱۰۰ ډالرو په ارزښت، «ډی فوریسټ» په هره تعلیمي مؤسسه، که امريکايي وه که بله، ، د هغه وخت د خپل ډول تر ټولو لویه جایزه وه. د علمي چارو پر تعقيب سربېره، «وایټ» د یالي د عملې په ډله (لوبډله) کې هم شامل و او په ۱۸۵۲ز کال کې یې په لومړي هارورډ - یالي «ریګاټا» کې سیالي وکړه. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د فراغت نه وروسته، وایټ د خپل ملګري «دانیال کویټ ګیلمان» سره اروپا ته سفر او هلته یې زده کړې وکړې. د ۱۸۵۳ او ۱۸۵۴ز کلونو تر منځ هغه په «سوربوني»، د ډی فرانس کالج، او د برلین پوهنتون کې زده کړې وکړې. هغه په روسیه کې، د ژباړونکي په توګه د «ګيلمن» د دورې له پای ته رسېدو وروسته د متحده ایالاتو د سفیر «توماس ایچ سیمور» لپاره د ژباړونکي په توګه هم دنده ترسره کړه، که څه هم هغه په اروپا کې د زده کړې دمخه فرانسوي (د ډیپلوماسۍ او روسي شاهي دربار ژبه) نه وه مطالعه کړې. وروسته له هغه چې هغه متحده ایالاتو ته راستون شو، وایټ په یالي کې نوم لیکنه وکړه، څو په تاریخ کې ماستري تر لاسه کړي او په ۱۸۵۶ز کال کې په «فای بیټا کاپا» (يوه علمي ټولنه وه) کې شامل شو. [۲۴]

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118807110 — د نشر نېټه: ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w60v8bvt — subject named as: Andrew Dickson White — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1687 — subject named as: Andrew Dickson White — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/white-andrew-dickson — subject named as: Andrew Dickson White — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. https://archive.org/details/encyclopediaofbi00fitc/page/n444/mode/1up
  6. "Dr. A.D. White Dies. A Cornell Founder. President of University for 18 Years Dies in Ithaca Close to His 86th Birthday. Twice Envoy to Germany. Educator Who Sought to Broaden Scope of Colleges Had Also Served as Minister to Russia. Fought for Reform in Colleges. Spent Many Years in Education". The New York Times. November 5, 1918. نه اخيستل شوی March 31, 2010. Dr. Andrew D. White, first President of Cornell University, former Ambassador to Germany, and Minister to Russia, died at 8:30 o'clock this morning after a short illness following a stroke of paralysis.
  7. "The White Family". The Political Graveyard. نه اخيستل شوی May 15, 2009.
  8. "ANDREW DICKSON WHITE, M.A., LL.D., L.H.D." Rootsweb. Archived from the original on June 20, 2008. نه اخيستل شوی May 15, 2009.
  9. "Homer, N.Y.: A Town and its Hall" (PDF). Village of Homer, New York. Archived from the original (PDF) on January 7, 2010. نه اخيستل شوی May 15, 2009.
  10. Andrew Dickson White (PDF). Cornell Alumni Magazine. November–December 1918. نه اخيستل شوی May 20, 2009.
  11. "Mrs. A.D. White Falls Dead". The New York Times. June 9, 1887. p. 4.
  12. White, Andrew Dickson (1896). A History of the Warfare of Science with Theology in Christendom (په انګليسي). D. Appleton and Company.
  13. "Helen Magill White (1853-1944) - Find A Grave..." www.findagrave.com. نه اخيستل شوی 2018-07-30.
  14. Appleton's Cyclopædia of American Biography edited by James Grant Wilson, John Fiske (D. Appleton and Company, 1889), pp. 467–468. With etching image of ADWhite, and signature reproduction.
  15. White (1904), pg. 54
  16. * "Bonesmen 1833–1899". Fleshing Out Skull and Bones. Archived from the original on August 11, 2011. نه اخيستل شوی March 15, 2011.
  17. Henry Sweetser Burrage, Albert Roscoe Stubbs (1909). Genealogical and Family History of the State of Maine. Lewis historical publishing Company. p. 1174.
  18. White (1904), 31
  19. ΑΣΦ. "ΑΣΦ - Rockledge". Archived from the original on مې 9, 2008. نه اخيستل شوی مې 22, 2009.
  20. "ANDREW DICKSON WHITE, M.A., LL.D., L.H.D." Rootsweb. Archived from the original on June 20, 2008. نه اخيستل شوی May 15, 2009.
  21. White (1904), pg. 32
  22. "Yale College—The De Forest Prize.", The New York Times, 18 June 1853, [۱]
  23. White (1904), pg. 33–34
  24. Charles Elliott Fitch (1916). Encyclopedia of biography of New York. American Historical Society. pp. 321–326.